افغانستاننړۍ

د افغانستان دفاع وزارت پلاوي د روسیې په «Center-2026» ستراتېژیکو پوځي تمرینونو کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت یوه لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې مولوي نصیب‌الله «مدني»، د عبدالله بن مسعود د ګډو ښوونیزو او محاربوي قوماندانۍ قوماندان، کوله، د روسیې په رسمي بلنه د «Center-2026» په ګډو ستراتېژیکو پوځي تمرینونو کې ګډون کړی دی.

دغه پلاوي د تمرینونو د عملي پړاوونو د لیدلو ترڅنګ، د عصري پوځي تجهیزاتو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې چې پکې درنې وسلې، بې‌پیلوټه الوتکې، له لرې واټن ویشتونکي توغندي، روبوټيکي سیستمونه او نور پرمختللي پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې شوي وو.

د افغانستان پوځي پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له پوځي استازو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، روزنې، مسلکي زده‌کړو او ګډې همکارۍ په اړه خبرې او نظرونه سره تبادله کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button