نړۍ

نوې څېړنه: لمریز نظام به د لمر له مړینې وروسته تر اټکل ژر له منځه ولاړ شي

یوه نوې څېړنه ښيي چې د لمریز نظام بهرنۍ سیارې، لکه مشتري، زحل، اورانوس او نپټون، ښايي د لمر له سپین کوتوله ستوري کېدو شاوخوا یو میلیارد کاله وروسته د مداري بې‌نظمۍ او بې‌ثباتۍ پړاو ته داخلې شي؛ په داسې حال کې چې پخوانیو اټکلونو دا موده ډېره اوږده بللې وه.

د دې څېړنې پر بنسټ، د لمر د عمر له پای ته رسېدو وروسته د هغه د جرم له لاسه ورکول به په بشپړه توګه یوشان نه وي او د لمر تصادفي چاودنې او په جرم کې بدلونونه کولای شي په تدریجي ډول د بهرنيو سیارو مدارونه بې‌ثباته کړي.

ځمکه، عطارد او زهره به له دې پړاو مخکې، هغه مهال چې لمر د سره غټ ستوري په توګه بدلېږي، ښايي له منځه ولاړې شي؛ په داسې حال کې چې مریخ او بهرنۍ سیارې کولای شي د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

تر دې مخکې داسې انګېرل کېدل چې غټې سیارې به د لمر له مړینې وروسته ښايي تر شاوخوا یو کوینټیلیون کاله پورې په نسبتاً ثابتو مدارونو کې پاتې شي او یوازې د نورو ستورو د تېرېدو له امله به یې مدارونه ګډوډ او له منځه ولاړ شي.

خو نوې موندنې ښيي چې ښايي دا بهیر تر دې هم ډېر ژر پیل شي؛ څېړونکي ټینګار کوي چې دا پېښې له اوسني وخت څخه میلیاردونه کاله واټن لري او لمر به هم شاوخوا پنځه میلیارد کاله وروسته د سره لوی ستوري (Red Giant) پړاو ته داخل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button