نړۍ

په فرانسه کې د بندیانو شمېر د لومړي ځل لپاره له ۹۰ زرو واوښت

د فرانسې د عدلیې وزارت شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د بندیانو شمېر د لومړي ځل لپاره له ۹۰ زرو اوښتی او بې‌سارې کچې ته رسېدلی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې د فرانسې په زندانونو کې ټولټال ۹۰ زره او ۲۰ تنه بندیان ساتل کېږي.

دغه شمېر په داسې حال کې ثبت شوی چې د فرانسې د زندانونو رسمي ظرفیت شاوخوا ۶۳ زره او ۳۰۰ کسانو ته رسېږي او د بندیانو شمېر د موجود ظرفیت په پرتله په پام وړ ډول زیات دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button