د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې ښار په لوېدیځ کې استوګنیزې سیمې هوايي بریدونه کړي دي.
فلسطیني روغتیايي سرچینو ویلي چې د غزې ښار په لوېدیځ کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د بمبارۍ له امله درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.
له پېښې څخه خپرې شوې ویډیوګانې هم د غزې ښار په لوېدیځ کې پر یوې استوګنیزې سیمې د هوايي برید د لګېدو شېبه ښيي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








