د یمن علما: سعودي عربستان د مدینې له تقدس څخه د یمن پر ضد د برید لپاره ګټه اخیستې
د یمن د علماوو ټولنې په یوه بیان کې د سعودي عربستان هغه ادعا رد کړې چې ګواکې یمني ځواکونو په مدینه منوره کې د برېښنا پر تاسیساتو برید کړی او دا ادعا یې «دروغ او بهتان» بللې ده.
دې ټولنې د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتي چې د دغو ادعاوو پر وړاندې دریځ ونیسي او ویلي یې دي چې د دوی په باور، د دغو تورونو مطرح کول د یمن د خلکو د حیثیت د زیانمنولو او پر دغه هېواد د اقداماتو د توجیه کولو په موخه ترسره کېږي.
د یمن د علماوو ټولنې همداراز سعودي عربستان تورن کړی چې د سیاسي موخو لپاره د مکې مکرمه او مدینې منورې له تقدس څخه ګټه اخلي او ادعا یې کړې چې ریاض په تېرو کلونو کې د یمن پر وړاندې د محاصرې او بریدونو له لارې د دغه هېواد پر خلکو پراخ فشارونه راوستي دي.
په بیان کې د سعودي عربستان هغې پخوانۍ ادعا ته هم اشاره شوې چې ګواکې له یمن څخه پر مکې د بېپیلوټه الوتکې برید شوی و؛ خو یمني چارواکو هغه ادعا رد کړې وه.
د یمن د علماوو ټولنې په پای کې د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتي چې د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې «د یمن د ملت پر وړاندې خطرناک تورونه» بولي، حقیقت بیان کړي.








