نړۍ
امریکا یوه الوتکهوړونکې بېړۍ او له ۲ زرو ډېر سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته استوي
یوه امریکايي چارواکي الجزیرې ته ویلي چې د «یواېساېس تئودور روزوېلت» الوتکهوړونکې بېړۍ له خپلې جنګي ډلې سره یوځای د سنډیاګو له پوځي اډې څخه د منځني ختیځ پر لور روانه شوې ده.
هممهاله، د «ماکین ټاپو» آبي-خاکي بېړیو ډله هم له سنډیاګو څخه د منځني ختیځ پر لور روانه شوې او په دې ځواک کې له ۲ زرو ډېر امریکايي سمندري ځواکونه شامل دي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د نومبر تر پایه د امریکا درې الوتکهوړونکې بېړۍ او دوه آبي-خاکي عملیاتي ډلې د ایران شاوخوا سیمه کې ځای پر ځای شي.
دغه پوځي جابهجایي په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکايي چارواکي په منځني ختیځ کې د واشنګټن پوځي حضور زیاتوي؛ خو د دغو ځواکونو استول په خپله د ایران پر وړاندې د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو د پرېکړې په معنا نه دي.







