
سیمه
سعودي چارواکي په مسجدالحرام کې د ځانمرګي برید راپورونه رد کړل
د سعودي عربستان امنیتي چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې د ځانمرګي برید هڅه شوې ده.
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، یو کس د لارویانو د ځورولو او د خلکو ترمنځ د وېرې او ډار د رامنځته کولو له امله نیول شوی او د قانوني څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته سپارل شوی دی.
سعودي چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې له نیول شوي کس سره ځانمرګی واسکټ یا چاودېدونکي توکي موجود وو.
په همدې حال کې، ځینو بهرنیو خبري سرچینو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو پخوانۍ بللې او ویلي یې دي چې دغه ویډیو په ۲۰۱۷ کال کې په مسجدالحرام کې د یوې چاودنې د شنډولو له پېښې سره تړاو لري.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







