د مالیې وزارت د عوایدو د برېښنایي کولو لپاره له څو بانکونو او مالي بنسټونو سره هوکړه وکړه
د اسلامي امارت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عوایدو د برېښنایي راټولولو او لېږد په موخه له عزیزی بانک، افغانستان اسلامي بانک، «حسابپي» او «اورمپي» سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د دغو هوکړهلیکونو له مخې، د ۹ وزارتونو او امارتي ادارو عواید به د اړوندو بانکونو او مالي بنسټونو له لوري په برېښنایي ډول راټولېږي او هممهاله به د خزانې برخې حساب ته انتقالېږي.
د مالیې وزارت ویلي چې د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د برېښنایي سیستم پلي کول به روڼتیا، چټکتیا، دقت او حسابورکونه زیاته کړي او د عوایدو د ثبت، راټولولو او لېږد بهیر به معیاري کړي.
دغه هوکړې د عوایدو د راټولولو د بانکي سیستم د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه او د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ شوې دي.
#د_مالیې_وزارت #عواید #بانک #عزیزی_بانک #افغانستان_اسلامي_بانک #برېښنایي_عواید #خزانه








