سیمه
یحیی سریع: پر یمن د سعودي عربستان د هوايي او توغندیزو بریدونو شمېر ۱۱۵۸ ته رسېدلی
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سعودي جنګي الوتکو د یمن په بېلابېلو سیمو ۳۵ هوايي بریدونه کړي دي.
د سریع په وینا، دغه بریدونه د F-15 او تایفون جنګي الوتکو په وسیله شوي چې د خمیس مشیط او طائف له پوځي اډو څخه الوتنې یې کړې دي؛ نوموړي ویلي چې د تعز، جوف، عمران، صعده او حدیده ولایتونو کې مخابراتي شبکې او ښوونځي په نښه شوي دي.
سریع زیاته کړې چې د نښتو د زیاتېدو له پیل راهیسې پر یمن د سعودي عربستان د هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۱۱۵۸ ته رسېدلی دی.
هغه همداراز ویلي چې د صعده ولایت سحار ښار له نن سهار راهیسې څو ځله د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلی دی.








