افغانستان
په بلخ کې ۳۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي وسوځول شول
د کورنیو چارو وزارت اعلام کړی چې ۳۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي، چې د بلخ امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ځواکونو د هڅو په پایله کې د دې ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه کشف او ضبط شوي وو، د سیمهییزو مسوولینو او منسوبینو په حضور کې وسوځول شول.
د دغه وزارت په وینا، سوځول شوي مواد چرس، شیشه، تریاک، نشهيي ټابلیټونه او الکولي مشروبات وو.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه مواد د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو د عملیاتو او شپهورځنیو هڅو پر مهال کشف او راټول شوي وو.







