افغانستانسیمه

د «کامکا ۲۰۲۶» سیمه‌ییزه غونډه د افغانستان د استازو په ګډون په باکو کې جوړېږي

د «کامکا ۲۰۲۶» سیمه‌ییزه غونډه ټاکل شوې چې د اکتوبر په لومړۍ او دویمه نېټه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د منځنۍ اسیا، مغولستان، قفقاز او افغانستان د استازو په ګډون جوړه شي.

جوړوونکي وايي، دغه غونډه د خبرو اترو د پراختیا، سیمه‌ییزې همکارۍ او دوامدارې اقتصادي ودې په موخه جوړېږي او د پولې هاخوا د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو نوښتونو رامنځته کول او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم زیاتول یې له مهمو محورونو څخه دي.

د اعلان شوې اجنډا له مخې، په دې غونډه کې به د سوداګرۍ او ټرانزیټ، پانګونې، شنې اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، زده‌کړو، ګرځندوی او رسنیو په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو هم بحث وشي.

د کامکا سیمه‌ییز فورم په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی او د سږ کال غونډه یې دولسم پړاو دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button