د «کامکا ۲۰۲۶» سیمهییزه غونډه ټاکل شوې چې د اکتوبر په لومړۍ او دویمه نېټه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د منځنۍ اسیا، مغولستان، قفقاز او افغانستان د استازو په ګډون جوړه شي.
جوړوونکي وايي، دغه غونډه د خبرو اترو د پراختیا، سیمهییزې همکارۍ او دوامدارې اقتصادي ودې په موخه جوړېږي او د پولې هاخوا د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو نوښتونو رامنځته کول او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم زیاتول یې له مهمو محورونو څخه دي.
د اعلان شوې اجنډا له مخې، په دې غونډه کې به د سوداګرۍ او ټرانزیټ، پانګونې، شنې اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، زدهکړو، ګرځندوی او رسنیو په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو هم بحث وشي.
د کامکا سیمهییز فورم په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی او د سږ کال غونډه یې دولسم پړاو دی.







