افغانستان

په تخار کې د یوه زده‌کوونکي د وهلو ټکولو په تړاو یو تن ونیول شو

د تخار امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر نقیب‌الله مسرور وایي، د دې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د یوه مدرسې د زده‌کوونکي د وهلو ټکولو په تړاو یو تن نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، نیول شوی کس قاري کرامت نومېږي، ۲۱ کلن دی او د رستاق ولسوالۍ د چغیان کلي د حضرت سلمان فارسي مدرسې مدرس دی.

مسرور ویلي، دغه کس وروسته له هغې د تخار امنیه قوماندانۍ د سیمه‌ییز کنټرول د آمر له‌خوا ونیول شو چې پر ټولنیزه شبکه فېسبوک کې د یوه زده‌کوونکي د وهلو ټکولو اړوند انځورونه او راپور خپاره شول.

هغه زیاته کړې چې دوسیه د لا زیاتو څېړنو او قانوني اقداماتو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوې او نور جزئیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته وړاندې شي.

#تخار #رستاق #زده_کوونکی #مدرسه #نیول #امنیت

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button