افغانستاننړۍ

د چاپېریال ساتنې ادارې د رییس او د یوناما د مرستیال په لیدنه کې د چاپېریالي ستونزو او اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې وشوې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص، د یوناما له مرستیال برونو لمارکي سره لیدلي او د چاپېریالي ستونزو، د اقلیمي بدلونونو د پایلو او افغانستان ته د چاپېریال ساتنې د پروژو د راجلبولو په اړه یې خبرې کړې دي.

خالص په دې لیدنه کې له یوناما غوښتي چې د چاپېریال ساتنې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د پلاوي د ګډون لپاره د زمینې په برابرولو، تخنیکي همکاریو او د ظرفیت لوړولو په برخه کې ملاتړ وکړي.

د یوناما مرستیال هم د چاپېریال ساتنې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د پلاوي د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دې زمینې د برابرولو او د ظرفیت لوړولو په برخه کې به هڅې وکړي.

#چاپېریال #اقلیمي_بدلون #یوناما #افغانستان #چاپېریال_ساتنه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button