افغانستان

په کابل کې د مالي سکتور د پیاوړتیا او د تشبثاتو د ملاتړ لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان بانک او د افغانستان د اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ په کابل کې د مالي سکتور د پیاوړتیا، د اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا او مالي سرچینو ته د کوچنیو، وړو او منځنیو تشبثاتو د لاسرسي د پراخولو په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد وویل، چې د دې هوکړه‌لیک له مخې به په لومړي پړاو کې بانکونو او مالي مؤسسو ته تخنیکي او مسلکي ملاتړ برابر شي او پنځه بانکونه او یوه د کوچنیو تمویلاتو مؤسسه به په ټولیز ډول شاوخوا یو میلیون ډالر بلاعوضه مرسته ترلاسه کړي، څو د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د تمویل لپاره ترې کار واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو پړاوونو کې به واجد شرایط بانکونه او تمویلوونکې مؤسسې هم له دې مرستو او اسانتیاوو برخمنې شي او د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره به هم د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې پاملرنه وشي.

د دې هوکړه‌لیک پر بنسټ، دواړه لوري به د اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا، د مالي مؤسسو د ظرفیت لوړولو، روزنیزو پروګرامونو، تخنیکي ملاتړ او مالي سرچینو ته د تشبثاتو د لاسرسي د زیاتولو په برخو کې همکاري کوي؛ همداراز د اسلامي مالي محصولاتو پر بنسټ د تضمیني میکانیزمونو د روڼتیا، حساب‌ورکونې، سالمې ادارې او اغېزمنتیا پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د افغانستان د اعتباري بنسټ د نړیوالې مؤسسې د امنیه پلاوي رییس راجر توماس پیلتر د دې هوکړه‌لیک له لاسلیک څخه هرکلی کړی او له د افغانستان بانک سره یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

#افغانستان #د_افغانستان_بانک #مالي_سکتور #تمویل #تشبثات #اسلامي_مالي_خدمتونه #کابل

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button