نړۍ

په سویلي افریقا کې په دوو جلا ډزو کې ۲۷ کسان ووژل شول

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په سویلي افریقا کې په دوو جلا ډزو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې، چې د یکشنبې په ورځ کیپ‌ټاون ښار ته نږدې د لواندله په سیمه کې رامنځته شوې، وسله‌والو په یوه هټۍ کې ډزې کړې دي؛ د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دویمه پېښه د شنبې په شپه د جوهانسبورګ په سوېل‌لوېدیځ کې د ویدلا په سیمه کې رامنځته شوې ده؛ په دې پېښه کې هم ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دواړو پېښو د عاملانو او د هغوی د انګېزې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button