ټرمپ: د ډیزلو د بحران د مهارولو لپاره دې پر روسي تصفیهخونو بریدونه کم شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ولودیمیر زلنسکي، د اوکراین له ولسمشر، څخه یې غوښتي چې پر روسي تصفیهخونو او د سونتوکو پر تاسیساتو بریدونه کم کړي؛ هغه اقدام چې ټرمپ یې د ډیزلو له بحران او د دغه سونتوکي د بیې له لوړوالي سره تړلی دی.
ټرمپ ویلي، چې له زلنسکي سره په خبرو کې یې ترې غوښتي چې «پر روسي تېلو تصفیهخونو د بریدونو شدت کم کړي» او زلنسکي هم په ځواب کې ویلي چې اوکراین ښايي دغه بریدونه کم کړي.
ټرمپ تر دې مخکې هم پر روسي د سونتوکو پر تاسیساتو بریدونه د ډیزلو د بحران د لا زیاتېدو له عواملو څخه بللي او ویلي یې وو چې د دغو بریدونو دوام ښايي د دغه سونتوکي پر بازار او بیو اغېز وکړي.
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او اوکراین پر انرژۍ د زیربناوو متقابل بریدونه لا هم دوام لري او د دغو بریدونو اغېز پر سونتوکو د عرضې او بیو، په دې شخړه کې د پام وړ موضوع ګرځېدلی دی.








