نړۍ

د امریکا لپاره د اسرائیلو د سفیر زوی په لویدیځه غاړه کې سخت ټپي شوی

نري لایتر، د امریکا لپاره د اسرائیلو د سفیر یحیال لایتر زوی او د اسرائیلي پوځ له احتیاطي ځواکونو څخه، په لویدیځه غاړه کې د یوې پېښې پر مهال سخت ټپي شوی دی.

صهیونیستي چارواکو ویلي، چې یوه موټر په لوړ سرعت د پولیسو د یوه موټر پر لور روان شوی او په یوه امنیتي پوسته کې له نري لایتر سره ټکر شوی دی؛ د دغو چارواکو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د پېښې په ځای کې د موټر چلوونکی په ډزو وژلی دی.

په امریکا کې د اسرائیلي رژیم سفیر هم د خپل زوی د وضعیت له امله نیویارک ته خپل سفر او له بنیامین نتانیاهو سره د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې خپل حضور نیمګړی پرېښی او اسرائیلو ته ستون شوی دي ۰

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button