نړۍ

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډه؛ جګړې، مصنوعي ځیرکتیا او نړیوال بحرانونه یې د بحث محور دي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه د سې‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د وږي په ۳۱مه، په نیویارک کې پیلېږي. شاوخوا ۱۳۰ د دولتونو او حکومتونو مشران به د دې غونډې په لوړه‌پوړي برخه کې د ګډون لپاره دې ښار ته سفر وکړي. د دې غونډې عمومي بحث به د سپټمبر له ۲۲مې تر ۲۶مې او بیا د سپټمبر په ۲۸مه ترسره شي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران، غزې، اوکراین، سوډان، کانګو او میانمار جګړې، د اقلیمي بحران ترڅنګ، د ژوند د لګښتونو زیاتوالی او د مصنوعي ځیرکتیا د کنټرول په اړه اندېښنې به د نړۍ د مشرانو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د ملګرو ملتونو راتلونکی او اصلاحات هم د دې سازمان د عمومي اسامبلې د بحثونو په مرکز کې دي. د مهمو موضوعاتو له ډلې یوه یې د امنیت شورا د جوړښت اصلاح او په دغه شورا کې د بېلابېلو هېوادونو د استازیتوب زیاتول دي. د امنیت شورا اوس مهال پنځه دایمي غړي لري چې امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه دي او د ویټو له حق څخه برخمن دي.

د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي ټاکنه به هم د دې غونډې په څنډه کې د ډیپلوماتیکو سلا مشورو له مهمو موضوعاتو څخه وي؛ د انتونیو ګوترش دوهمه پنځه‌کلنه دوره د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي او د هغه د ځایناستي د ټاکلو بهیر روان دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له هغو مشرانو څخه دي چې د غونډې په لومړیو ورځو کې به ویناوې وکړي؛ ولودیمیر زلنسکي او مسعود پزشکیان هم د ویناوالو په نوملړ کې شامل دي او ټاکل شوې چې بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ وینا وکړي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د سږني کال په غونډه کې ګډون ونه کړي؛ محمود عباس هم د امریکا له خوا د ویزې نه صادرېدو له امله په نیویارک کې حضور نه لري او ټاکل شوې چې د ویډیو کنفرانس له لارې وینا وکړي.

مصنوعي ځیرکتیا هم د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د لوړه‌پوړو بحثونو په اجنډا کې په لا ډېرې پاملرنې سره شامله شوې ده؛ د دې ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ په اړه د اندېښنو ترڅنګ، د مصنوعي ځیرکتیا د کنټرول او د هغې د خطرونو د مدیریت لپاره د نړیوالو چوکاټونو د جوړولو موضوع به هم مطرح شي.

ملګري ملتونه داسې مهال دې غونډې ته داخلېږي چې له مالي ستونزو او د لویو شخړو د حل لپاره د دې بنسټ د وړتیا په اړه له نیوکو سره مخ دی؛ خو ګوترش د نړیوالو بحرانونو پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او عمومي اسامبله لا هم د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له مهمو ځایونو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button