افغانستاناقتصاد

د افغانستان بانک زاړه او زړښتلي بانک‌نوټونه راټولوي او بدلوي

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وایي، دغه بانک زاړه او د کارونې وړ نه‌پاتې شوي بانک‌نوټونه له بازار څخه راټولوي او پر ځای یې نوي بانک‌نوټونه وېشي.

د نوموړي په وینا، هغه بانک‌نوټونه زاړه او د کارونې وړ نه‌پاتې شوي ګڼل کېږي چې د ډېرې کارونې له امله یې ظاهري بڼه بدله شوې وي، یوه برخه یې شلېدلې وي، پرې لیکل شوي وي، امنیتي نښې یې له منځه تللې وي خو لا هم د پېژندنې وړ وي، د پیسو د شمېرلو ماشینونو په وسیله د شمېرلو وړ نه وي، یا په بېلابېلو برخو کې یې چسپ لګېدلی وي.

د افغانستان بانک ویاند له هغو کسانو چې دغه ډول بانک‌نوټونه لري، غوښتي چې خپل بانک‌نوټونه د افغانستان بانک نمایندګیو یا د هېواد په کچه نورو سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او په بدل کې نوي بانک‌نوټونه ترلاسه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button