د امریکا د استازو جرګې د «لیندسي او. ګراهام د ۲۰۲۶ کال د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» په نوم قانون په ۲۶۲ موافقو او ۱۵۹ مخالفو رایو تصویب کړ. دغه قانون تر سنا له تصویب وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري هم لاسلیک شو.
د دغه قانون له مخې د روسیې پر انرژۍ او دفاعي سکتورونو، چارواکو، بانکونو او د دغه هېواد پر هغو نفت وړونکو بېړیو چې د «سیوري بېړۍ» په نوم یادېږي، نوي بندیزونه لګېږي. دغه قانون د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي چې د هغو هېوادونو پر وارداتو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې ولګوي چې د روسیې د نفتو او ګازو له سترو پېرېدونکو څخه دي.
د قانون یوه بله برخه له ایران سره تړاو لري او د ایران اړوند د امریکا د بندیزونو قانون د پنځو نورو کلونو لپاره غځوي؛ هغه اقدام چې د ایران پر انرژۍ او وسلو اړوندو برخو د امریکا قانوني محدودیتونه به دوامداره کړي.








