د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د TAP پروژې له رییس مراد ارتیکوف او د نوموړي له ملګري پلاوي سره لیدنه وکړه. په دې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې د چارو د چټکتیا او پرمختګ په اړه بحث وشو.
دواړو لورو د هرات د نورالجهاد سبسټېشن د پاتې چارو د بشپړولو، د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د برېښنا رسولو او د TAP پروژې د عملي کولو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې.
د ترکمنستان پلاوي د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې د ژر تر ژره بشپړولو او د TAP پروژې د عملي کار د پیل پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې پروژې لومړنۍ نقشهلار به هم په نږدې راتلونکي کې تصویب شي.
په پای کې د اړوندو پراختیايي پروژو په برخه کې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.








