د کوریای جنوبي ولسمشر لي جې-میونګ ویلي، چې سیول به لوېدیځې اسیا ته هېڅ ډول پوځي تجهیزات یا پوځي وړتیاوې ونه لېږي، چې دغه هېواد د ایران پر وړاندې جګړې ته داخل کړي.
نوموړي ویلي، د کوریای جنوبي حکومت په ورته وخت کې د هرمز تنګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ او د سمندري لېږد رالېږد د امنیت په برخه کې د خپل رول د زیاتولو په اړه ارزونه کوي.
دغه دریځ وروسته له هغې څرګند شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې له سیول څخه یې غوښتي چې د ایران پر وړاندې د واشنګټن په اقداماتو کې ونډه واخلي؛ خو کوریای جنوبي تر اوسه سیمې ته د پوځي ځواکونو د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.
سیول تر دې مخکې هم د هرمز تنګي د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته استولی و.








