د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (افبياېي) مشر کش پټېل وایي، محمد شریفالله، چې د داعش غړی دی، د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ابي دروازې له برید سره په تړاو نیول شوی او د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی دی.
پټېل زیاته کړې چې شریفالله په امریکا کې د خپلو جرمونو له امله محکوم شوی او افبياېي به هغه برید هېر نه کړي چې د ابي دروازې په برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.
د افبياېي مشر ټینګار کړی چې دغه اداره به هغه کسان وپېژني او تعقیب به یې کړي چې امریکایي ځواکونو ته زیان ورسوي.








