د ایټالیا دفاع وزارت تأیید کړې چې د دغه هېواد یوه یوروفایټر F-2000 جنګي الوتکه د سعودي عربستان د طائف ښار پر ملک فهد هوايي اډې د برید پر مهال زیانمنه شوې ده.
ایټالیا د ۲۰۲۶ کال له مارچ میاشتې راهیسې د هوايي دفاعي ماموریت په چوکاټ کې په سعودي عربستان کې خپل پوځي حضور پراخ کړی او شاوخوا ۴۰۰ د هوايي ځواک سرتېري او څلور یوروفایټر F-2000A جنګي الوتکې یې د «Task Force Air» په چوکاټ کې سعودي عربستان، کویټ او بحرین ته استولي دي.
دغه ځواکونه د جنګي الوتکو ترڅنګ د E-550A د لومړني خبرداري الوتکې، پرمختللو رادارونو او د بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې د مقابلې له تجهیزاتو څخه هم کار اخلي؛ د دې ماموریت اعلان شوی هدف د هوايي دفاع پیاوړتیا او د سیمې د هېوادونو د تأسیساتو او ځواکونو ساتنه بلل شوې ده.
په وروستي برید کې د ایټالوي جنګي الوتکې زیانمنېدو، په سیمه کې د دغه هېواد پوځي حضور د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د ګواښونو پر وړاندې زیانمن کړی او په خلیج کې یې د څو هېوادونو د ګډ هوايي دفاعي ماموریت پر اهمیت ټینګار زیات کړی دی.








