نړۍ

روسیې پر کی‌یف او زاپروژیا پراخ توغندیز بریدونه کړي

اوکرایني رسنیو د پنجشنبې په سهار د دغه هېواد په پلازمېنه کې د څو درنو چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړی؛ هممهاله، د اوکراین د ډیجیټلي بدلون وزارت په کی‌یف کې د هوايي برید خبرداری او سور وضعیت اعلان کړی دی.

د سیمه‌ییزو راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۰ «اسکندر» بالستیک توغندي او څلور «زیرکان» هایپرسونیک توغندي پر کی‌یف ویشتل شوي یا په دې سیمه کې لګېدلي دي؛ خو ویل کېږي چې د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي نه دي.

هممهاله، راپورونه ښيي چې څلور «کالیبر» کروز توغندي، دوه «کې‌ان-۲۳» بالستیک توغندي او یو شمېر «اسکندر» توغندي د زاپروژیا ولایت پر ځینو برخو لګېدلي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو د زیانونو او هدفونو په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36170?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button