سیمهنړۍ

حزب‌الله: د مقاومت ځواکونو په علي‌الطاهر کې کربلایي حماسه رامنځته کړه

د لبنان په پارلمان کې د مقاومت وفادارۍ ډلې غړي ایهاب حماده ویلي، د مقاومت ځواکونو د علي‌الطاهر په سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې ټینګ مقاومت کړی او «کربلایي حماسه» یې رامنځته کړې ده.

حماده په هرمل کې د حزب‌الله د ښوونیز بسیج له‌خوا جوړې شوې د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی چې د اسرائیلو ویجاړوونکي بریدونه نه شي کولای د جنوبي لبنان د خلکو تاریخ او حافظه له منځه یوسي. نوموړي زیاته کړې چې د لبنان خلک به د ققنوس په څېر له خاورو څخه بیا راپورته شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې اسرائیلي جنګي الوتکو د جنوبي لبنان پر سیمو د خپلو بریدونو په دوام، د کفر تبنیت ښار د شهید محمود فقیه دولتي ښوونځي ودانۍ ویجاړه کړه. د دې برید له امله په دغه ښوونځي کې د زده‌کوونکو د زده‌کړو زمینه له منځه تللې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button