سیمهنړۍ

کام‌ایر او پي‌آی‌اې د مسافرو د سفرونو د اسانتیا لپاره د همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

د کام‌ایر او پاکستان انټرنشنل ایرلاینز (PIA) هوايي شرکتونو ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوې چې له مخې به یې مسافر وکولای شي د یوه ټکټ او یوه‌ځلي د الوتنې د ثبت له لارې، په ګډو مسیرونو کې خپل سفر بشپړ کړي.

د دې هوکړې له مخې، د مسافرو بکسونه او بارونه به هم د اسلام‌اباد له لارې په مستقیم ډول تر وروستي منزل پورې انتقالېږي او مسافر به اړتیا ونه لري چې خپل بارونه بیا ثبت کړي.

د کام‌ایر مسؤلان وايي، د دې همکاریو لومړنی مسیر به کابل د اسلام‌اباد له لارې د سعودي عربستان له دمام ښار سره ونښلوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button