افغانستان

په غزني کې د ۲۷۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت وايي، د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یو تن له ۲۷۲ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره د غزني ښار په لومړۍ ناحیه کې نیولی دی.

د دغه وزارت په وینا، نیول شوي کس غوښتل چې یاد نشه‌يي توکي یوه نامعلوم ځای ته قاچاق کړي. نوموړی اوس د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو تر څېړنې لاندې دی او د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button