نړۍ
ماسک: مصنوعي ځیرکتیا له اټومي وسلو هم خطرناکه کېدای شي
امریکايي سوداګر ایلان ماسک یو ځل بیا د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې یې هم د دې احتمال په اړه خبرداری ورکړی و چې دغه ټکنالوژي ښايي له اټومي وسلو څخه هم خطرناکه وي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د «انتروپیک» شرکت اجرائیه رئیس داریو آمودي د پیاوړو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو د پراختیا د بهیر د چټکتیا د کمولو غوښتنه کړې ده.
ماسک د نوموړي د وړاندیز ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې په بهیر کې باید د خوندیتوب ملاحظاتو ته لا ډېره پاملرنه وشي.








