نړۍ
شمالي کوریا خپل د اور ځواک نندارې ته وړاندې کړ
د شمالي کوریا دولتي رسنیو اعلان کړی چې دغه هېواد پرون د کوریا د خلکو د پوځ د توپچي او توغندیزو کنډکونو په ګډون د «اورباری برید» په نوم پوځي تمرین ترسره کړی دی.
دغه پوځي تمرین یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان ګډ پوځي تمرینونه پای ته ورسېدل.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه تمرین کې د توپچي او توغندیزو پنځو ګډو برخو کنډکونو ګډون کړی و او برید کوونکي بېپیلوټه الوتکې، تاکتیکي کروز توغندي، د تودوخېفشاري سرګلولې لرونکي د لوی کالیبر څوګوني راکټویشتونکي او تاکتیکي بالستیک توغندي یې کارولي دي.







