سیمه
یحیی سریع: سعودي جنګي الوتکو په ۴۸ ساعتونو کې ۱۲۹ هوايي بریدونه کړي دي
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، یحیی سریع ادعا کړې چې سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز، مأرب، الحدیده، الجوف، صعده، عمران او حجه ولایتونو پر سیمو ۱۲۹ هوايي بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا، دغه بریدونه د اف-۱۵ او تایفون جنګي الوتکو په وسیله او د خمیس مشیط او طائف په سعودي پوځي اډو څخه ترسره شوي دي.
یحیی سریع خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو به بېځوابه پاتې نه شي.








