افغانستانسیمه

له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کډوالو کورنیو افغانستان ته راستنېدل

د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان څخه ۱۳۷ کورنۍ، چې ۶۱۰ کسان پکې شامل دي، هېواد ته راستنې شوې دي او ۹۷ کورنۍ، چې ۵۰۴ کسان کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۸۵ کورنۍ، سپین‌بولدک له لارې ۷ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ او د هرات د اسلام‌قلعه له لارې ۶ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

همدارنګه له ۱۳۲ کورنیو سره نغدي مرستې او نورې مرستې شوې دي او ۹۳ مخابراتي سیم‌کارتونه هم وېشل شوي دي. د کورنیو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد لپاره د ترانسپورټ ټول لګښت هم ورکړل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button