افغانستاناقتصاد

په هرات کې د رومي بانجانو د رب ۱۳ فابریکې د ۶۵ میلیونه ډالرو په پانګونه فعالیت کوي

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د رومي بانجانو د رب ۱۳ فابریکې فعالیت کوي او په دې برخه کې د ټولې پانګونې کچه ۶۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه فابریکې د خپل تولیدي فعالیت لپاره هره میاشت شاوخوا ۳ زره ټنه رومي بانجان اړتیا لري، چې له بزګرانو او کورنیو تولیدوونکو څخه یې اخلي.

د دغو فابریکو فعالیت، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار د رامنځته کولو ترڅنګ، د رومي بانجانو د ضایعاتو په کمولو او د کورنیو محصولاتو د ارزښت په لوړولو کې هم مرسته کړې ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36007

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button