نړۍ
د امریکا په بروکلین کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي
د نیویارک د بروکلین ښار د براونزویل سیمې په یوه لوبغالي کې د جمعې ماښام د ډزو له امله دوه ۳۳ او ۳۵ کلن نارینه وژل شوي دي.
د دې ایالت پولیسو ویلي، چې د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د هاوارډ په لوبغالي کې د څو ډزو غږونه اورېدل شوي او په سیمه کې موجود کسان تښتېدلي دي.
پولیسو له سیمې ته تر رسېدو وروسته، یو ۳۵ کلن نارینه د سینې او پښې د مړوند په برخه کې د مرمۍ له ټپونو سره او بل ۳۳ کلن نارینه د غاړې په برخه کې د ټپونو سره موندلی؛ دواړه کسان د خپلو ټپونو د سختوالي له امله مړه شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








