په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره مخهښودونکې لیدنه وکړه.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت او د چین د ولسي جمهوریت ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د چین د سفیر د ماموریت د مودې له فعالیتونو یې مننه وکړه؛ نوموړي ښاغلي ژاو شېنګ ته په راتلونکي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د چین سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوستانه وبللې او د خپل ماموریت پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړه؛ نوموړي هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او چین اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا نورې هم پراخې شي.








