افغانستاننړۍ

د افغانستان د دفاع وزارت ۱۳ کسیزه پلاوي په شیانګشان نړیوال فورم کې د ګډون لپاره چین ته سفر وکړ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ۱۳ کسیزه او لوړپوړې پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت سرمفتش مفتي لطف‌الله حکیمي کوي، د شیانګشان په دیارلسم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بیجینګ ته روان شو.

ټاکل شوې چې مفتي لطف‌الله حکیمي په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي او د فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاوو سره هم لیدنې او خبرې وکړي.

د شیانګشان دیارلسم نړیوال فورم د چین له مهمو امنیتي ناستو څخه شمېرل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو پوځي او دفاعي چارواکي په کې ګډون کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button