د افغانستان د ملي دفاع وزارت ۱۳ کسیزه او لوړپوړې پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت سرمفتش مفتي لطفالله حکیمي کوي، د شیانګشان په دیارلسم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بیجینګ ته روان شو.
ټاکل شوې چې مفتي لطفالله حکیمي په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي او د فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاوو سره هم لیدنې او خبرې وکړي.
د شیانګشان دیارلسم نړیوال فورم د چین له مهمو امنیتي ناستو څخه شمېرل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو پوځي او دفاعي چارواکي په کې ګډون کوي.








