د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې دغه غورځنګ له نوموړي سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي چې په روانو تحولاتو کې لاسوهنه ونه کړي.
الاسد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې هغه د خپلې همېشنۍ تګلارې له مخې یو ځل بیا له بېاساسه روایتونو او دروغو سره راڅرګند شوی او د انصارالله له لوري له ټرمپ سره د اړیکې په اړه مطرح شوې ادعا په اصل کې دروغ او بېاساسه ده.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ادعا کړې وه چې د یمن انصارالله غورځنګ له نوموړي سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي چې په روانو تحولاتو کې لاسوهنه ونه کړي.








