سیمه
د یمن وسلهوال ځواکونه بابالمندب ته ننوتل؛ په دوو ستراتیژیکو ټاپوګانو کې ځای پر ځای شول
د یمن وسلهوال ځواکونه د «العرضي» سیمې له پرمختګ او سقوط وروسته، د بابالمندب ستراتیژیکې تنګې سیمې ته ننوتل او په دې سیمه کې یې خپل حضور ټینګ کړ.
د عربي رسنیو د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د یمن وسلهوال ځواکونه د بابالمندب په جغرافیایي محدوده کې په دوو ستراتیژیکو ټاپوګانو «حنیش کبری» او «حنیش صغری» کې هم ځای پر ځای شوي دي.
په دې سیمه کې د یمني ځواکونو حضور له ستراتیژیک پلوه ډېر اهمیت لري؛ ځکه بابالمندب تنګه د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ده او سره سمندر له عدن خلیج او هند سمندر سره نښلوي.
بابالمندب ته نږدې د سیمو او ټاپوګانو کنټرول کولی شي د یمن د وسلهوالو ځواکونو دریځ د دغه هېواد په لوېدیځو ساحلونو کې پیاوړی کړي او په سره سمندر کې پر امنیتي او سمندري معادلاتو اغېز وکړي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








