نړۍ

په امریکا کې د ډیزلو بیه د لومړي ځل لپاره په هر ګیلن له ۶ ډالرو واوښته

د رویټرز د راپور له مخې، په امریکا کې د ډیزلو د تېلو منځنۍ بیه په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په هر ګیلن له ۶ ډالرو اوښتې ده؛ دغه زیاتوالی کولی شي د توکو د لېږدولو لګښتونه او په پایله کې د مصرفي توکو بیې لوړې کړي.

د «ګزبډي» په نوم د سون توکو د بیو د څارنې شرکت معلومات ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د ډیزلو د تېلو منځنۍ بیه په هر ګیلن له ۶ ډالرو لوړه شوې ده.

د ګزبډي شنونکي پاتریک ډی‌هان ویلي چې د ډیزلو د بیې لوړوالی کولی شي د باروړونکو موټرو د فعالیت، د بارونو د لېږد، د بستو د استولو او د خوراکي توکو د انتقال لګښتونه لوړ کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې په امریکا کې د نفتي محصولاتو د بیو لوړوالی په داسې وخت کې رامنځته شوی چې د فارس خلیج له سیمې څخه د تېلو په عرضه کې ګډوډي او د هرمز تنګي له لارې د تېلو په بهیر کې کموالی رامنځته شوی او د انرژۍ پر نړیوال بازار یې د پام وړ فشار راوستی دی.

هم‌مهاله، د برېنټ خام تېلو بیه هم په هر بېرل له ۱۰۸ ډالرو اوښتې ده۰

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button