والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او سیمهییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر توغندیزو تاسیساتو او دفاعي صنعتونو د پراخو بریدونو سربېره، د بالستیک توغندیو تولید او بستهبندي بېرته پیل کړې ده.
دې ورځپاڼې لیکلي چې ایران په خپلو تر ځمکې لاندې مرکزونو کې د مایع سون توکو او جامد سون توکو توغندي بستهبندي کوي؛ د والسټریټ ژورنال په وینا، دغه اقدام ښيي چې د امریکا او صهیونیستي رژیم بریدونه نه دي توانېدلي چې د توغندیو د صنعت د بیا رغولو لپاره د ایران وړتیا له منځه یوسي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سياېاې) یوه پخواني څېړونکي هم ویلي چې د ایران د توغندیو د تولید وړتیا د موجودو پرزو او د فعالو تر ځمکې لاندې مرکزونو په شمېر پورې اړه لري او دغه وړتیا له سلګونو څخه تر زرګونو توغندیو پورې رسېدلی شي.








