د سياېناېن خبري شبکې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې له ۱۰۰ څخه ډېر امریکايي پوځي سلاکاران په سعودي عربستان کې حضور لري او د استخباراتي چارو او هدف ټاکنې په برخو کې له سعودي ځواکونو سره د یمن د انصارالله غورځنګ پر وړاندې په عملیاتو کې مرسته کوي.
یوه امریکايي چارواکي د یوه نوي جوړ شوي ګډ قوماندانۍ په چوکاټ کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ټول شمېر شاوخوا ۲۰۰ تنه ښودلی دی؛ دغه قوماندي وروسته له هغې جوړه شوې چې د انصارالله غورځنګ له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو په ملاتړ کې د ایران په اړه اندېښنې زیاتې شوې.
د راپور له مخې، امریکا سعودي عربستان ته استخباراتي معلومات او د جغرافیایي هدف ټاکنې ملاتړ برابروي او د جګړې په ډګر کې د پېښو د لحظهيي څارنې لپاره د یوه وسیله په کارولو کې هم مرسته کوي.
دغه ملاتړ په داسې حال کې ترسره کېږي چې په یمن کې نښتې او په سیمه کې د انصارالله غورځنګ بریدونه زیات شوي او د جګړې د پراخېدو او د بابالمندب تنګي، چې د سمندري لېږد رالېږد له مهمو لارو څخه ده، د ګواښونو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
امریکايي چارواکو همداراز ادعا کړې چې په یمن کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه سلګونه افسران حضور لري او له انصارالله غورځنګ سره همکاري کوي؛ هغه ادعا چې ایران تر اوسه نه ده تایید کړې.








