د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو یوه پلاوي، د جوزجان د ۱۱م سرحدي لواء قوماندان قاري عبدالواصل «نظري» په مشرۍ، د ترکمنستان د امام کرکي سرحدي لواء له قوماندان مخدومقلي «بیردییوف» سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه د ترکمنستان په غوښتنه ترسره شوې او دواړو لورو د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت، د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې ښې او دوستانه وبلل شوې او دواړو لورو د همکاریو پر دوام او په سرحدي سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.








