سیمه
په سویلي ترکیه کې د ځنګلونو د اور دوام؛ سلګونه کسان تخلیه شوي
د ترکیې په انتالیا، اډانا او مرسین ولایتونو کې د ځنګلونو اور لا هم دوام لري او د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ سیمو سلګونه اوسېدونکي له خپلو سیمو ایستل شوي دي.
په انتالیا کې د اور د پراخېدو له امله د آکسو او کپز سیمو ۷۲۰ اوسېدونکي تخلیه شوي او اته کسان هم د لوګي د تنفس کولو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
همداراز راپور ورکړل شوی چې د اډانا ولایت په کوزان سیمه کې د اورلګېدنې له امله څو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ترکیې د ځنګلونو ادارې ویلي چې په انتالیا کې د کوملوجا او په مرسین کې د بوزیازي سیمو اورونه تر ډېره تر کنټرول لاندې راوستل شوي دي.
#ترکیه #اورلګېدنه #انتالیا #اډانا #مرسین #پېښې #سفیر_تلویزیون
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








