په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې د ۹۲۸ اداري پروسو ساده کول
د چارو اداره وایي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې ۹۲۸ پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده شوې دي، څو هېوادوالو ته چټک، روڼ او اسانه خدمات وړاندې شي.
د چارو ادارې عمومي رییس، شیخالحدیث نورالحق انور، د اداري بهیرونو ساده کول د بیروکراسۍ په کمولو، د وخت او لګښت د ضایع کېدو په مخنیوي او د اداري نظام په اصلاح کې مهم وبلل او د دې بهیر پر دوام یې ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، وویل چې د لوړو زدهکړو وزارت د ۲۱۴ پروسو په ساده کولو سره په لومړي ځای کې دی. له هغه وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۲۰۳، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ۱۴۰ او د پوهنې وزارت د ۱۳۶ پروسو په ساده کولو سره ځای لري.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د پروسو ساده کول د چارو د ترسره کولو د پړاوونو او وخت د کمېدو، د بیروکراسۍ او لګښتونو د کمېدو، د اداري فساد د مخنیوي، د مراجعینو د ګڼېګوڼې د کمېدو او د روڼتیا د زیاتېدو لامل کېږي او کولی شي د خلکو او کارکوونکو رضایت زیات کړي.








