نړۍ

مدودف: روسیه د ملي امنیت د ګواښ په صورت کې د اټومي وسلو د کارولو حق لري

د روسیې د فدراسیون د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې مسکو د خپل ملي امنیت پر وړاندې د جدي ګواښ په صورت کې ښايي له اټومي وسلو څخه کار واخلي.

مدودف له «ودوموستي» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د روسیې اټومي دوکتورین په مشخصو شرایطو کې د دغو وسلو د کارولو اجازه ورکوي او په ترسره شویو اصلاحاتو کې د اټومي وسلو د کارولو شرایط لا روښانه شوي دي.

د روسیې پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د هغو پوځي ګواښونو لېست هم پراخ شوی چې د اټومي مخنیوي اقدامات پرې پلي کېږي، او ټینګار یې کړی: «دا د وېرولو لپاره یوه تګلاره نه ده، بلکې واقعیت دی.»

مدودف همداراز ویلي چې روسیه غواړي د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي، خو د نوموړي په وینا، دا جګړه باید د مسکو د شرایطو له مخې پای ته ورسېږي؛ ځکه که داسې ونه شي، د ده په خبره، د جګړې د بیا پیل او په نړیواله جګړه د هغې د بدلېدو احتمال شته.

او خبرداری یې ورکړی چې د روسیې مخالفان به د دغه هېواد د کمزوري کولو هڅو ته دوام ورکړي او ښايي له هر فرصت څخه د روسیې د تجزیې لپاره ګټه واخلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button