سیمه
د سعودي عربستان په سوېل کې پر هوايي اډو د یمن توغندیز او بېپیلوټه الوتکو بریدونه
د یمن پوځ او وسلهوالو ځواکونو د پنجشنبې په سهار اعلان کړی چې د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ کې یې د خمیس مشیط او ابها ښارونو هوايي اډې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.
په همدې مهال، ځايي سرچینو د هوايي بریدونو د خطر زنګونو د فعالېدو او په خمیس مشیط او ابها کې د څو چاودنو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د یمني ځواکونو پر مواضعو د سعودي جنګي الوتکو د هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي؛ تر اوسه د دغو بریدونو د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.








