سیمهنړۍ

د ایران په اړه د ټرمپ د خیالونو دوام؛ د هرمز تنګي نوم دې «ټرمپ تنګي» ته واړول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دالاس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په انتخاباتي غونډه کې په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې امریکا له ایران سره په جګړه کې بریالۍ شوې او وړاندیز یې کړی چې د هرمز تنګي نوم دې «ټرمپ تنګي» ته واړول شي.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې ایران د ړنګېدو په حال کې دی او نور په سیمه کې خپل پخوانی ځواک نه لري.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې یو ځل بیا ایران ته د «کلنګ غره» په اړه د فعالیتونو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د امریکا له نظره د اندېښنې وړ فعالیتونه ولیدل شي، ښايي امریکايي ځواکونه په دې سیمه کې پر ځمکلاندې تاسیساتو برید وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button