د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د پنجشنبې په ورځ (۱۹ سنبله ۱۴۰۵) له یو شمېر بنګلهدېشي پانګهوالو سره لیدنه وکړه.
بنګلهدېشي پانګهوالو په دې لیدنه کې د کرنې، د ټوکرانو د تولید، کاشي او وارداتو او صادراتو په برخو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د اسنادو د بهیر، د پیسو د لېږد، بانکي مسایلو، خامو موادو او ماشینآلاتو په اړه یې پوښتنې مطرح کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دوی د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ، په افغانستان کې یې د پانګونې د فرصتونو او امتیازونو په اړه معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
بنګلهدېشي پانګهوالو هم د دواړو هېوادونو وګړي وروڼه وبلل او له مولوي احمدالله زاهد څخه یې وغوښتل چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دوی د صنعتي فعالیتونو د لیدنې په موخه بنګلهدېش ته سفر وکړي؛ نوموړي له دې بلنې هرکلی وکړ.








